OMB 0970-0278 [تر 31/08/2022 پورې اعتبار لري
د ماشومانو او کورنیو چارو اداره
د کډوالو د بیا مېشتېدو اداره
د ګوتې اثر اخیستلو کړنلاره
په دقت سره د معلوماتو خپرولو جواز ولولئ او فورم ډک کړئ.
د فکس یا بریښنالیک له لارې ډک کړی د معلوماتو خپرولو جواز او د خپل انځور لرونکي آي.ډي کاپي د کیس مدیر ته ولیږئ. که چېرې نشئ کولای خپل اسناد د فکس یا بریښنالیک له لارې ولیږئ، نو هیله ده هرڅومره ژر چې ممکن وي د چټک یا لومړیتوب لرونکي پوست له لارې واستوئ.
د معلوماتو خپرولو جواز سپارلو وروسته، د کیس مدیر تاسو ته د ګوتې اثر یوه جلسه تنظیموي، یا له سایټ سره د اړیکو نیولو معلومات تاسو سره شریکوي څو د ګوتې اثر اخیستلو وخت ورسره وټاکئ. که چېرې تاسې نشئ کولای چې په ټاکلي وخت کې د ګوتې اثر اخیستلو الکټرونیکي مرکز ته سفر وکړئ، نو د خپل کیس مدیر سره د خپلې ګوتې کاغذي اثر کارډ دوه نسخې شریک کړئ.
د ګوتې اثر اخیستلو مرکز ته د ګوتې اثر ورکولو لپاره په ټاکل شوي وخت کې، مراجعه وکړئ. پام مو وي چې ORR اداره د ګوتې اثر اخیستلو خدمات د ORR په مرکز کې نه وړاندې کوي. د ګوتې اثر اخیستلو خدمات یواځې په هغه ځای کې ترسره کېږي چې له وړاندې تاسو لپاره ټاکل شوی دی.
د ګوتې اثر ورکولو وروسته د خپل کیس له اړوند مدیر سره اړیکه ونیسئ او ورته ووایئ، چې له تاسو د ګوتې اثر واخیستل شو. د کیس مدیر ممکن ستاسو د تېرو کړنو او فعالیتونو د څېړولو لپاره ځینې نورې لارې چارې هم وګوري.
د ګوتې اثر اخیستلو په ټاکل شوي مرکز کې، هیڅ ډول پیسې نه اخیستل کېږي. که چېرې په ټاکل شوي د ګوتې اثر اخیستو مرکز کې مو د ګوتې اثر نه وي ثبت کړی، نو بیا ممکن له تاسو فیس واخیستل شي.
د ماشوم کیس مدیر ته د غوښتنلیک په استولو سره تاسې کولای شئ د FBI د ګوتې اثر پایله مطالعه کړئ. همداراز د لارښونې لپاره تاسې کولای شئ د ORR اړیکې ملي مرکز سره په دې شمېرې (800)203-7001 یا information@ORRNCC.com بریښنا لیک له لارې اړیکه ونیسئ.
هو. که چېرې سپانسر، د کورنۍ لوی غړی، یا مشر پالوونکی د روزنې او پالنې د طرحې له مخې په دې باور وي چې د FBI پایلې غلطې دي، نو ممکن د معلوماتو کره والی او غیر کره والی تر پوښتنې لاندې راولي. سپانسر او یا د کورنۍ لوی غړی کولای شي له اژانس سره اړیکه ونیسي چې شته معلومات په غلط ډول وړاندې شوي دي. د FBI د قضیې په پایلو کې د تغیراتو راړول، په هغه کې د اصلاحاتو راوستل او د نورو اضافي معلوماتو ترلاسه کولو اړوند ټول معلومات د امریکا متحده ایالاتونو فدرال مقرارتو کوډ 28 CFR § 16.34 کې هرڅه واضح بیان شوي دي.
په 1995 کال کې د کاغذي کار کمښت قانون (Pub. L. 104-13) د دې عمومي معلوماتو او راپورونو په اړه د هرې پوښتنې ځواب لپاره په تخمیني ډول 1.25 ساعتونه په پام کې نیول شوي دي، چې د کړنلارو ارزول، د اړتیا وړ معلوماتو راټولول او ساتنه او د عمومي معلوماتو څېړل هم پکې شامل دي. یو اژانس ممکن د اطلاعاتو یوه ټولګه هدایت او د هغه ملاتړ ونکړي او یو کس په دې اړ نه دی چې د ټولو معلوماتو په اړه ځواب ووايي مګر دا چې د OMB کنټرول شوې شمېره وړاندې کړي. مهرباني وکړئ د (1) معلوماتو راټولولو لپاره جواز، او دا چې آیا ښکاره کول یې اجباري دي که په خپله خوښه، (2) هغه اصلي موخې چې د معلوماتو څخه د کار اخیستلو لپاره په نظر کې نیول شوې دي، (3) نورې منظم ګټې اخیستنې چې ممکن له معلوماتو څخه وشي، او (4) د غوښتل شویو اطلاعاتو د یوې برخې یا ټولو معلوماتو د نه ورکولو اغیزو په اړه د بحث لپاره د خصوصي حریم ضمیمه خبرتیا/د خصوصي حریم قانون بیان وګورئ. که چېرې د دې معلوماتو په اړه کوم نظر لرئ نو مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ UCPolicy@acf.hhs.gov. |
د کورنۍ د یووالي کڅوړه | 13 نسخه
د ګوتې اثر اخیستلو کړنلاره FRP-7ps
بیاکتنه 12/28/2022
File Type | application/vnd.openxmlformats-officedocument.wordprocessingml.document |
Author | Shannon Herboldsheimer |
File Modified | 0000-00-00 |
File Created | 2024-07-23 |